د لرسپین غر د غواګانو د شجرې نصب ثبت او مصنوعی القاح ثبت سیستم

د لرسپین غر د غواګانو د شجرې نصب ثبت او مصنوعی القاح ثبت سیستم په افغانستان کې د تولیدی غواګانو د ثبت لومړنی سیستم دی چې پکی د غواګانو د تطبیق شوی مصنوعی القاحوی او غواګانی ثبت کیږی.

د لرسپین د غواګانو د ثبت سیستم د تولیدی غواګانو د روزنی لپاره اساس بلل کیږی. د غواګانو د ثبت سره به مونږ وکولای شو چې د تولیدی غواګانو دقیق ارقام ترلاسه کړو تر څو شیدو تولید په ملی سطحه اعظمی حد ته رسیږی. د تولیدی غواګانو د شجری نصب ثبت د غواګانو راتلونکی نسل کې د همخونۍ د کمښت رامنځته کولو کې مرسته کولای شی.

په افغانستان کې د شجرې نصب ثبت د مالدارۍ دروازی د صادراتو پرمخ خلاص وی، ځکه تولید غواګانی د منظم ثبت څخه بغیر نه صادریږی.

د مصنوعی القاح د ثبت سیستم به په منظم ډول د ټولو ولایتونو راپور په ژوندۍ بڼه د کرنې، اوبو لګونې او مالداری وزارت ته وړاندی کړی. د مصنوعی القاح ثبت سیستم د مصنوعی القاح د تطبیق په پروسه تقویه کوونکی دی.
Show More